انصار (د زمري۲۰ مه)، په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو یوې نا دولتي ټولنې ساحل په خپل تازه راپور کې ویلي چي له ۶ میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې پر 1630 ماشومانو جنسي تېری شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو پېښو په متضررینو کې 41 فيصده هلکان او 59 فيصدي جينکۍ دي.
د ساحل د رپورټ ترمخه د ماشومانو په ضد د جنسي تېريو 48 پيښو کې د ماشومانو لوڅې ويډیوګاني هم رپوټ شوي دي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې منلې چې داسې پېښې په دغه هېواد کې زیاتې کیږي.
د پاکستان پولیس، قضا او نور ارګانونه د داسې پېښو د عاملانو په مجازات او نه مخنیوي کې نیوکو سره مخ دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32909
قرأ